انصار: (د لیندۍ ۱۹ مه)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په ۲۰۲۵ م کال کې به تر ۱۲ میلیونه زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونسیف په یوه راپور کې ویلي چې دا د هغه لوی بحران یوه برخه ده چې له کبله یې په ټول افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون خلک مرستو ته اړتیا لري.
یونسیف په دې راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت یو تیاره انځور وړاندې کړی، او ویلي چې له جګړې څخه پام اقتصادي کړاو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو، او د عملي خنډونو خوا ته اوښتی دی.
یونسیف د مرستو رسولو پر وړاندې زیاتېدونکو خنډونو ته په اشارې وویل چې د بشري سازمانونو لپاره د عملي ساحې تنګیدل د مرستو رسولو چارې نورې هم ستونزمنې کړي دي.
یونسیف وايي چې اساسي خدمات د زیان منونکو ماشومانو د حالت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.
راپور وايي: «له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولو برخو کې د بشري اړتیاوو کچه لوړه شوې، چې دا د زیانمنو ټولنو د مقاومت د نشتوالي او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کمې پانګې پایله ده.»
د دې بحران د حل لپاره، یونسیف اعلان وکړ چې ډېرې مالي مرستې ته اړتیا لري څو په افغانستان کې د ۱۹ میلیون خلکو په ګډون له ۱۰.۳ میلیون ماشومانو سره مرسته وکړي. دا پیسې به د ژوند ژغورنې مرستو او اساسي خدماتو لپاره وکارول شي چې موخه یې د ټولنو ملاتړ او د لا زیانونو مخنیوی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34747